راتلونکی اسیام جام او بېلابېلې اندېښنې

ولید (خپلواک)

 د پاکستان کرکټ بورډ مشر احسان ماني د بي سي سي آی د مشر سوراپ ګنګولي پر هغو خبرو غبرګون وښود چې راتلونکی شل اوریزه اسیا جام باید دپاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره شي.

ماني وویل: (( موږ یو څو صلاحیتونه لرو هغه دا دي چې لومړۍ ځای د پاکستان څخه وروسته متحد عربي امارات، دوهم ځای ابو ظهبي و، خو سوراپ اعلان وکړ چې راتلونکی اسیا جام به د پاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره شي، دلته ډېر نور ټیمونه هم شته لکه د افغانستان، بنګله دېش، او د سریلانکا لوبډله، دوی ټول به په ګډه پرېکړه کوي چې دغه جام چيرته او په کوم هیواد کې ترسره شي.))

 بل پلو د کرونا ویروسغټه اندېښنه ده، اوس د مارچ میاشت ده او اسیا جام په سيپټمبر کې دی نو باید پرېکړه دومره زر ونشي، که کرونا ویروس، کنټرول نشي او پراخ والي پیدا کړي، نو باید مونږ خپل منظم پلان ولرو.

یاده دې وي چې د هندوستان کرکټ بورډ د بي سي سي آی مشر سوراپ ګنګولي ویلي و چې اسیا جام د پاکستان پر ځای په دوبۍ کې تر سره کیږي.