د هند غوره لیګ لپاره پنځه احتمالي نېټې وټاکل شوې

ولید ( خپلواک)

 د هندوستان غوره لیګ یا آی بي ایل لیګ چې د نړۍ ګن شمېر مینوال ورته په تمه وو، ټاکل شوې وه چې د مارچ میاشتې په ۲۹ نېټه د هندوستان په هيواد کې د ګڼ شمېر بهرنیو لوبغاړو په شتون کې ترسره شي، خو د (کرونا وایروس) له امله د دغې لیګ روانه نېټه وځنډول شوه او پنځه نوې احتمالي نېټې ورته وټاکل شوې، دغه پرېکړه د بي سي سي آی کمېټې د آی پي ایل د مشر (بریجیش پټيل) او د آی پي ایل ځنېو مالیکانو کړې.

د پيل احتمالي نېټه د روان کال ۲۰۲۰م کال د اپریل ۱۵ ، ۲۱ او ۲۵ نېټې ښودل شوې دي، دوهمه احتمالي نېټه د می میاشتې لومړۍ او ۵ نېټه. په پام کې نیول شوې ده.

 آی پی ایل یو ځانګړی لیګ دی چیرې چې د لوبو شمېر خورا لوی دی او یو څه وخت ته اړتیا لري. بل پلو د هندوستان مشهوره مشرانو ویلي مونږ دوه برخې لرو.

 لومړۍ د لوبو را کمول، وړاندې لوبډلو دوه دوه لوبې کولې، ممکن له دې وروسته یوځل سره مخامخ شي.

بل د بهرنیو لوبغاړو نشتون دی؛ ځکه دوی ته به په اسانۍ سره ویزې نه ور کول کیږي، ګنګولي چې د بی سي سي آی مشر دی. نوموړي ته روان ۲۰۲۰م کال آی پي ایل ډېر ستونزمن وي.