Homeروغتیاپه شنه سیمه کي قدم وهل انسان د مایوسۍ څخه ژغوري

په شنه سیمه کي قدم وهل انسان د مایوسۍ څخه ژغوري

ژباړه: سحرګل سحر-

نیویارک: قدرتي په شنه ساحه کي څلویښت قدمه وهل د مایوسۍ کچه کموي. دا خبره په امریکا کي په یو تحقیق کي څرګنده سوې ده.

د سټینفورډ پوهنتون د یوه تحقیق له مخي کوم خلک چي په شنو ساحو کي هره ورځ څلویښت یا د څلویښت قدمه څخه زیات ووهي دهغوئ ماغزه یو ډول آرامي محسوسوي.

څېړني ښوولي چي شنې سیمي د ذهني بشپړتیا لپاره تر ټولو ګټورې دي.

په څېړنه کي دا مالومه سوې ده چي په ښارونو کي شنې سیمې او یا قدرتي شنې ساحې تر ډېره د انسان سره د ذهني پریشانیو په راکمولو کي مرسته کوي

د څېړونکو په خبره له دې څېړني څخه موږ ته دا په لاس راغلي چي شنه سیمه د انسان جذبات کنټرولوي او پکښي په قدم وهلو سره هر شی ښه احساسولی سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...