تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي ۲۲مه/د هند د کرکټ ملي لوبډلې په نسبتاً اسانه په لومړۍ شل اوره سیالي کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان لوبډلې یوازې ۱۵۶ منډې کړې وې او هغه هم که عظمت الله عمرزي او محمد نبي ښه بیټنګ نه وای کړی، ښايي افغان لوبډلې تر سلو ډېرې منډې نه وای کړې.
عمرزي په ۴۴ توپونو ۶۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. محمد نبي بیا په ۲۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې خو وسوځېد.
د افغانستان پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل. ګوریز حتي یوه منډه هم ونه کړه، ابراهیم ځدراڼ تر رن اوټ کېدو مخکې ۱۱ او صدیق اتل تر سوخېدو مخکې ۱۳ منډې وکړې.
د هند لوبډلې په ۷ ویکټونو او ۳۸ توپونو سیالي وګټله. د دغه ټیم درې لوبغاړي، لومړی د عمرزي او دوه نور د محمد نبي لهلوري وسوځېدل.
لومړۍ لوبه؛ افغانستان د هند پر وړاندې لومړۍ توپوهنه کوي
د افغانستان او هندوستان ترمنځ لومړۍ شل اووره لوبه به په څو شېبو کې پيل شي.
هندوستان د لومړۍ شل اوریزې لوبې پچه وګټله او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هندوستان پر وړاندې لومړۍ شل اوریزې نړیوالې لوبې لپاره د افغان اتلانو نوملړ:
ابراهیم ځدراڼ لوبډلمشر، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی،ګلبدین نائب، محمد نبي عیسی خیل، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد او فضل الحق فاروقي نن د هند پر وړاندې په لومړۍ لوبه کې لوبېږي.

د دې لوبې نور جزیات به هم تاسې سره شریکوو.
د یادولو ده چې د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ راتلونکې دوې نورې لوبې د همدې سپټمبر په ۱۵ مه او ۱۷ مه نوي ډيلي کې ترسره شي.