Homeخبرونهقطر: په افغانستان کې به خپل فعال نړیوال رول ته دوام ورکړو

قطر: په افغانستان کې به خپل فعال نړیوال رول ته دوام ورکړو

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) قطر وايي، په افغانستان کې د یوه فعال نړیوال شریک په توګه به خپل رول ته دوام ورکړي او د منځګړیتوب، خبرو اترو او ناستو له لارې به د افغانستان په اړه د نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو په دفتر کې د قطر دوهم سکرتر عبدالله بن علي بهزاد وویل، افغانستان د بشري بحرانونو له یوه پېچلي هغه سره مخ دی او شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې قطر د ماشومانو او نجونو زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي. د قطر پراختیايي صندوق او «Education Above All» بنسټ له ۲۰۲۳ کال راهیسې له زده‌کړو د شاوخوا ۳۰ زره پاتې شویو زده‌کوونکو ملاتړ کړی دی.

قطر ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید بشري مرستې له مسوولانه سیاسي تعامل سره یوځای شي، څو د افغانانو د امنیت، ثبات او پراختیا غوښتنې پوره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...