Homeادبلنډه کیسهسرسوبنده/ اجمل پسرلی

سرسوبنده/ اجمل پسرلی

ښځې پر خپلو زنګنونو لاسونه کیښودل. د لمسي د ګور سر ته کښیناسته. همهغه صحنه یې سترګو ته ودریده چې موټر د دې لمسی له پاخه دیوال سره وواهه او ځای پرځای شو.

سترګې یې کلکې پټې ونیولې. د ګور پر خاورو یې رغوی تیر کړ، چې ویې وکتل، یو دم یې لاس راکش کړ. سرسوبنده په منډه منډه د شناختې خواته روانه شوه او د کاڼې په بیخ کې یې ځان غلی ونیو.

ښځې ډبره راواخیسته. پر ډبره یې حشره  له شناختې سره ټینګه کړه. پر شناختې چخڼیا شوې خزنده یې پر کاڼې کش کړه. تندی یې تریو شو. سر یې وریږداوه.

همهغه شیبه یې بیا سترګو ته ودریده چې د دې لمسي د موټر او دیوال ترمنځ ساه ورکړه.

اوچته پاڅيده. تیزه شوه، ملایې کړوپه شوه، ته وا شمال ته ونه کږه شوې. ترڅټ یې وکتل لکه په چا پسې چې ګوري، بیا چټکه شوه. د زړه دربا یې زیاته شوه. وړاندې یې د میږیو له کتاره پښه واړوله، پر زړه یې لاس ونیو او ورو ورو له هدیرې ووته.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...