Homeادبشعردا دنیا د اوسیدو قابله نه ده/ سید شاه سعود

دا دنیا د اوسیدو قابله نه ده/ سید شاه سعود

انځور ګرو به چې دشتې سازولې
له رنګونو به رومان راڅڅیدلو
چا به نه ویل چې دلته به څه کم وي
په کجورو به باران راڅڅیدلو

ټیلیوژن کې به غرونه په نڅا وو
او نری نری ستار به ورسره
د ژوندون اوږې به سپکې ښکاریدلې
او د غرونو هومره بار به ورسره و

کتابونو کې به څومره ښې کیسې وې
لکه ژوند چې بس خوښي او خوسحالي وي
هر تصویر به د ګلاب غوندې موسکی و
لکه نه چې دلته غم وي نه نیستي وي

خو په اصل کې دردونه وو سلګۍ وې
څناورو نه بد تر بنیادمان وو
چې شهرت ورته پګړۍ په سرولې
خونړي وو ظالمان وو قاتلان وو

کتابونو نه باهر اورونه بل وو
ګلغوټۍ د موسیدو فابله نه وه
هیوادونه په جنګونو باندې سر وو
دا دنیا د اوسیدو قابله نه وه

صحیفې به په زرګونو چاپیدلې
تلاوت به ټول جهان کې خوریدلو
کشکې لږ غوندې عمل پرې چا کولی
محبت به ټول جهان کې خوریدلو

دا په جنګ باندې چې څومره مصرف کبږي
که هم دومره په ژوندون باندې کبدلی
نه به جنګ و نه به لوږه نه به تنده
فیصلې که په قانون باندې کیدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...