Homeخبرونهخلیلزاد: امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ګډوډۍ پر لور ولاړ شي

خلیلزاد: امریکا نه غواړي افغانستان بیا د ګډوډۍ پر لور ولاړ شي

تاند/ شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۱مه/ د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له الجزیرې تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، واشنګټن نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ګډوډۍ او بې‌نظمۍ پر لور ولاړ شي.

د خلیلزاد په باور، اقتصادي وده او په افغانستان کې د نورو هېوادونو د شرکتونو له‌خوا د سرچینو پراختیا د امریکا له ملي ګټو سره همغږې ده.

هغه زیاته کړې، که امریکا له افغانستان سره تعامل ونه‌کړي، نو د خپلو سیالانو لپاره به تش ځای پرېږدي.

د نوموړي په وینا، چین هڅه کوي د افغانستان پر طبیعي سرچینو نفوذ زیات کړي او روسیه هم په دې هېواد کې فعاله ده.

خلیلزاد ټینګار کړی چې د افغانستان سیاستونو ته د اوسنیو او راتلونکو شرایطو ته په کتو بايد انعکاس ورکړل شي او دا په پام کې ونیول شي چې واشنګټن په راتلونکې کې افغانستان په ستيج کې وویني.

1 COMMENT

  1. افغان ملت په ستره قربانۍ قاتل غلام روسی خلقیان ، پرچمیان سره ددوی ځناور بادار روس اود روس متحدین (شورویان )
    د خپلی خاوری څخه وشړل او غلیسی امریکا سمدستی پنجابی پاکستان او متعصب ایران کښی خاص تربیه شوی مصنوعی
    تنظیمونه د ملت په اوږو سپاره کړل اوددوی لپاره تبلیغات شروع شول چی دی تنظیمونو د روس مقابل کښی جهاد کړۍ دی
    اما واقعیت کښی افغان ملت جهاد کړۍ دی او ستره قربانی ئی ورکړی دی !
    د ظالم قاتل روس تربیه شوی قاتل غلامان خلقیان او پرچمیان د افغان ملت له خوا سره د روسی ملاتړ د شوروی تر نام لاندی
    له خپلی خاوری وشړل اما د سی آی اي تهدابی تربیه شوی جاسوس خائین خلیلزاد په کومک پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو
    تربیه شوو تنظیمونو او پنجابی چړیان ( طالبان ) پر له پسی په افغان ملت حکمران کړۍ شول ! د قاتلو ایجاد شوو تنظیمونو افغان ملت
    ددوی قتلونو او چور چپاول شاهدان دی او همدارنګه د ‍‍‍‍‍‍‍‍وحشیو پنجابیو قادیانیو چړیانو له خوا ټول مکتبونه او پوهنتونونه له مینځه یووړل شول
    او په عوض ئی قادیانی مدرسی رامینځ ته کړی شوی!
    جلکۍ ئی د مکتبونو او میرمنی د خارج کارونو څخه منع کړۍ شوی او اوس میرمنی او جلکۍ په کورونو کښی زندانی دی !
    ددی ټولو پنجابی تخریبکاره ګروپونو او اخوندی متعصب ایران کښی تربیه شوو ګروپونو تهداب د خائین قاتل د سی آی اي
    ستر جاسوس خلیلزاد له خوا ایښودل شوۍ دی او دا خاین قاتل خلیلزاد د افغان ملت تباهی او بربادی باندی ملیونر شوۍ دی
    حتی دده ځوی هم د خپل خائین پلار تر سیوری د افغان ملت لا تباهی لاره کښی مشغول کړۍ شوۍ دی !

    اوس ځینی د پروفیسور تر نام لاندی او روحیادانانو تر نام لاندی چرندیات شروع کړی دی او وائی چی طالبانو جهاد کړۍ دی
    ( نه جهاد نه تنظیمونو او نه طالبانو کړۍ دی بلکه جهاد ملت کړۍ دی ) ددوی سره باید تعامل وشی یعنی ددوی وحشت
    استقبال کړۍ شی !
    واقعیت دادی چی جهان ته د افغان غیرتی ملت مینه او محبت د خپل مذهب ، خپلی خاوری ، عنعنی رسم او رواج مقابل کښی
    کاملآ څرګند وو او دی نو د خائین خلیلزاد او پنجابی پاکستان په کومک د اخیری اقدام لپاره پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو
    قادیانی چړیان وساتل شول دا قادیانی چړیان د پنجاب له خوا رهنمائی کیږی او افغانستان کښی د چړیانو کنترول او رهبری
    د پنجابی پاکستان له خوا کیږی او دا تش پرنام افغان خائین خلیلزاد پدی باره کښی نه یوازی باخبره دی بلکه پدی جنایت کښی
    اساسی رول لری !!!!

    ما په ابتدا کښی اعتراضونه وکړل اما پنجابی چټلستان او متعصب ایران اعتراضونو ته ادنا اهمیت ورنکړ او ملی خائین خلیلزاد
    په خندا سره ویل چی باید دا مذهبی تنظیمونه او طالبان حمایه شی تر څو روسیی ته سردردی موجوده وی نو ورته وویل شول
    چی دداسی ګروپونو په وسیله افغان ملت د تباهی سره مخامخ کیږی نو ځواب ئی په خندا دا وو ً افغان ملت باید داستره قربانی
    ورکړی !
    حتی په اخیر کښی مرحوم عبدالولی پنجابی پاکستان ته ولاړ اما تګ ئی بی نتیجه وو !!!

    یو وخت پکتیا کښی په ملی ستر مجلس کښی په لوړ اواز غږ را باندی وشو او وئی ویل :
    ډاکتره تاسی مونږ مکتبونو کښی داخل کړۍ چی څه درڅخه جوړشی او د مونږ هم ښه درباندی وشی تاسی د چوکیو لپاره خارجیان راولۍ
    او مونږ مجبوروۍ چی د ځانو مرګونو په قیمت د تاسو راوستلی خارجیان له خاوری وشړو او تاسی بیا امریکا ، اروپا او نورو ملکونو ته تیښته
    کوۍ نو ډاکتره مونږ مه مجبوروۍ چی د تاسو وژنی باندی هم شروع وکړو !

    افغان ملت سربیره په بی سوادی سره اجنبیو یرغلګرو ته همیش په اتفاق کښی دی !
    دا هم باید وویل شی چی د طالبانو او پنجابی پاکستان تر مینځ کاملآ اعتبار موجود دی حتی د پنجابی پاکستان د هغی خوا پښتو
    ژبی پاکستانی نمائیندګان په کابل او نورو ښارونو کښی موجود دی لنډه دا چی پنجابی چټلستان کوشش کوی چی افغانستان تام تر کنترول لاندی راولی !!!

    نور بیا که موقع برابره شوه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...