Homeادبشعرباران باران غزل/ عبدالغفور لېوال

باران باران غزل/ عبدالغفور لېوال

 تاته حیرت وړي وو، ټوله شپه باران او زه

تږي وو  لاتږي وو ، ټوله شپه باران اوزه

ډیرې کیسې وکړلې ، ستاوربل هواسره

موږه ورته غلي وو، ټوله شپه باران اوزه

تاورته خندلي وو،  شپه په عطرو مسته وه

موږ ه یې هېرکړي  وو ټوله شپه باران اوزه

شمعې شیشې ولیدو ،ته ورته خوب وړې وې

هو ، موږه راغلي وو ، ټوله شپه باران اوزه

پاڼې اودبادسرود ، جام واوستازلفې وې

مست وو ، نڅېدلي وو ، ټوله شپه باران اوزه

دومره حسن  و مینه وه ، ربه ! درنه ځارشمه

چیرې دې بیولي وو، ټوله شپه باران اوزه

۱۳۹۳ – دثور ۲۸مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...