Homeخبرونهکرکټ: افغانستان به په درې فارمټونو کې د بنګله دېش او زیمبابوې...

کرکټ: افغانستان به په درې فارمټونو کې د بنګله دېش او زیمبابوې کوربه شي

تاند (سې‌شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغانستان به له هند وروسته له دوو نورو هیوادونو سره د ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوره سیالیو کوربه توب وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بورډ به د اکتوبر او نوومبر د میاشتو په اوږدو کې په متحده عربي اماراتو کې په بېلابېلو فارمټونو کې د نړیوالو سیالیو لپاره د بنګله‌دېش او زیمبابوې کوربه توب وکړي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د دواړو هیوادونو له لوبډلو سره ټیستلوبې هم وکړي.

دا سیالۍ به د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په یوازېنۍ ټېسټ لوبه کې پیل شي چې د اکټوبر میاشتې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې پورې ترسره شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا له بنګله دېش سره د یوې ټېسټلوبې ترڅنګ د افغانستان، بنګله دېش او زیمبابوې ترمنځ درې یو ورځینۍ درې اړخیزې سیالۍ هم په پام کې نیول شوې چې د اکټوبر  په ۱۷مه نېټه بیلېږي.

همداراز له زیمبابوې سره د درې شل اوریزو سیالیو ترڅنګ دوې ټېسټلوبې په مهالوېش کې شاملې دي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ درې شل اوره سیالۍ به د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه، دوهمه د اکټوبر میاشتې په ۲۹مه او دریمه لوبه به د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شي.

افغانستان په روان ۲۰۲۶ کې د نورو لوبډلو پرتله لږ نړیوالې سیالۍ کړي دي. له هند سره له درو شل اوره سیالیو وروسته، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ په ډیلي کې د افغانستان په کوربه توپ پیلېږي، له بنګله دېش او زیمبابوې سره سیالۍ د افغان لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې په نړیوال ډګر کې د سیالیو مهارت زیات کړي.

1 COMMENT

  1. په داسې حال کې چې د افغانستان معاصر تاریخ د پاکستان، ایران او امریکا د لاسوهنو له امله تر سیوري لاندې دی، آیا د نوموړې سریزه یوازې یوه اکاډمیک تحلیل دی، که د یوې ځانګړې سیاسی پروژې پیل؟ لطفا په دې اړه چې څنګه دغه جنجالي مسایل د «ژبه او لیکدود» تر پوښښ لاندې بحث کیږي، خپل نظر شریک کړئ.

    #gpt_question_subject

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...