Homeخبرونهپه جرمني کې کابو۹۵ سلنه افغان پناه غوښتونکو ښځو ته د استوګنې...

په جرمني کې کابو۹۵ سلنه افغان پناه غوښتونکو ښځو ته د استوګنې حق ورکړل شوی

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) جرمني وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې نژدې ۹۵ سلنه هغو افغان پناه غوښتونکو ښځو ته چې د پناه غوښتنې د دوسیو په اړه یې پرېکړه شوې، د دولت له خوا د ملاتړ وړ بلل شوې او په دې هېواد کې یې د استوګنې حق ترلاسه کړی دی.

د جرمني حکومت په پارلمان کې د «کیڼ اړخي ګوند» د پوښتنې په ځواب کې ویلي، د افغان ښځو د پناه غوښتنې د دوسیو د لوړې کچې منل کېدو یو له مهمو لاملونو څخه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې هغه حکم دی چې د افغانستان د ښځو وضعیت په اړه صادر شوی دی.

د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې حکم وکړ چې د طالبانو له خوا پر ښځو لګېدلي پراخ محدودیتونه د «ځورونې او تعقیب» په معنا ګڼل کېدای شي.

د دغه حکم له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولای شي د افغان ښځو د پناه غوښتنې د دوسیو د ارزونې پر مهال، د هغوی ښځینه‌توب او افغان تابعیت د دې خبرې د معلومولو لپاره مهم عوامل وګڼي چې ایا دوی د استوګنې حق ته اړتیا لري که نه.

په عملي ډول، دغه حکم دې ته لاره هواره کړې چې افغان ښځې د پناه اخیستو لپاره د دې شي ثابتولو ته اړې نه وي چې طالبانو په شخصي توګه هغوی ګواښلي یا ځورولي دي. په افغانستان کې د ښځو عمومي وضعیت او پر هغوی د طالبانو لګېدلي محدودیتونه کولی شي د دوی د دوسیو په پرېکړه کې ټاکونکی رول ولري.

طالبانو له واک ته له بیا رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې او په پوهنتونونو کې د ښځو لوړې زده کړې منع کړې دي. دوی ډېری ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې دي.

د افغانانو د پناه غوښتنې د اکثرو دوسیو منل

د جرمني «ولت» ورځپاڼې د دغه هېواد د حکومت د شمېرو له مخې راپور ورکړی چې په جرمني کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې دوسیو د منل کېدو کچه، پرته له دې چې د غوښتونکو جنسیت په پام کې ونیول شي، هم ډېره لوړه وه.

د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په جرمني کې د افغان وګړو د پناه تر ۸۹ سلنې ډېر غوښتنلیکونه منل شوې دي. دا شمېر د نورو هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې د دوسیو د منل کېدو له عمومي منځنۍ کچې څخه ډېره لوړه ده.

د بېلګې په توګه، په همدې موده کې د ایراني پناه غوښتونکو شاوخوا ۴۲ سلنه د پناه غوښتنې دوسیې منل شوې دي.

افغانستان په همدې موده کې جرمني ته د پناه غوښتونکو د راتګ له مهمو هېوادونو څخه هم و.

د نویو غوښتنلیکونو له کمېدو سره د منل کېدو کچه لوړه شوې

«ولت» ورځپاڼې راپور ورکړی چې په جرمني کې د پناه غوښتنې د نویو غوښتنلیکونو پر کمېدو سربېره، د منل شوو دوسیو سلنه لوړه شوې ده.

د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتنې فدرالي ادارې شاوخوا ۴۷ سلنه دوسیې منلې دي. په ۲۰۲۵ کال کې د ټول کال لپاره دغه کچه شاوخوا ۳۷ سلنه وه.

د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۳۹ زرو څخه ډېرو کسانو په جرمني کې په لومړي ځل د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي دي. د تېر کال په همدې موده کې له ۷۲ زرو څخه ډېر غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.

په دې توګه، په یوه کال کې د نویو پناه غوښتنلیکونو شمېر نژدې نیمایي ته راکم شوی دی.

د پناه غوښتنې د دوسیو د منل کېدو د کچې د لوړېدو یو لامل د هغو کسانو د کورنیو غړو راتګ بلل شوی چې مخکې یې په جرمني کې پناه یا د استوګنې حق ترلاسه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...